م.م افغانستان کې؛ د نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانیستلو پرېکړې هر کلی وکړ

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن د یاد اعلان هر کړی او ټینګار یې کړی چې دا باید تصویب او عملي شي. ګوتریش ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو پر مخ باید د زده کړو ټولې دروازې خلاصې وي، تر څو د خپل ظرفیت لوړولو لپاره زده کړې وي.
(2022 / 3 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د ا.ا لخوا د نجونو او هلکانو پر مخ د ښوونځيو پرانیستلو د اعلان هر کلی کړی دی.
د ا.ا د پوهنې وزارت ویاند عزیز احمد ریان ویلي چې راتلوونکی لمریز کال به ټول ښوونځي د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش نن د یاد اعلان هر کړی او ټینګار یې کړی چې دا باید تصویب او عملي شي. ګوتریش ټینګار کړی چې د نجونو او هلکانو پر مخ باید د زده کړو ټولې دروازې خلاصې وي، تر څو د خپل ظرفیت لوړولو لپاره زده کړې وي.
نجونو او هلکانو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکول د ا.ا څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهم غوښتنه ده.