د پاکستان فوځ او قایداعظم سپکاوۍ، د باجوړ پولیس دوه کسان نیولي دي

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع باجوړ پولیس اهلکار په سوشل ميډيا د پاکستان پوځ او د بابائے قوم قائد اعظم محمد علي جناح د سپکاوي په تور دوه هلکان نيولي دي.
داسې رپورټونه په سوشل میډیا خپاره شوي دي چې دې نیول شوو کسانو په ټولنیزو رسنیو د پاکستان ملي فوځ او د پاکستان باني قایداعظم محمد علي جناح په اړه سپکاوې کولو.
د باجوړ پولیس دا تورن کسان په بریالیتوب سره نیولي دي، پولیس وایی چې د نیول شوو کسانو په ضد به قانوني کاروایی وشي.





