باغی ټي وي رپورټ
د پيښور ښار ګلبرګ پوليس اهلکارو د کينټ په شان حساسه سيمه کښي د تګ د ښاريانو نه موبائيل فون ، نقدي او نور سامان غلا کولو ،تښتولو کې ککړ دوه کسيزه ډله معلومه کړې او ګرفتار کړي ده.
د پولیس بیان مطابق دا دوه کسیزه ډله د دو رونړو ده ، دواړه ملزمان ورونړه نیول شوي دي او په زندان کې اچول شوي دي.
د پولیس بیان مطابق دوی د خلقو څخه موبائل فونونه په غلا کولو کښي ککړ دي۔ په داخلي ښار او د دبګري په سيمه کې نيول شويو کسانو د لومړنيو پلټنو نه پس په ګڼو پېښو اعتراف کړى دي.
پولیس وایی چې له نيولو کسسانو څخه يې درې قيمتي موبايلونه او دیرش زره روپۍ هم ترلاسه کړي کومې ی چې عام خلقو څخه تښتولې وې.
د پيښور ټاون پولیسو په یوه بله کاروای کې په ټاون سيمه کښي د يو ميلمستون نه د موبائل فونونو غلا کولو ملزم نيولي شوي دي، د هغه د قبضې نه 6 قیمتي غلا شوي موبائیلونه برآمد کولو وروسته ټاون پولیس سټیشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده او نور تحقیقات هم شروع کړې شوي دي.
پیښور پولیسو دوه رونړه نیولي دی چې خلقو څخه به ی موبایل او روپۍ غلا کولې










Leave a Reply