د پي ټي آیی خیبر پښتونخوا څخه غړیو خپل ګوند د ملاتړ اعلان کړې دې

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا نه د پي ټي ائي قومي اسمبلۍ منتخب شوي مشرتابه د راتلونکي عام انتخاباتو لپاره د نورو ګوندونو د ټکټونو د وړانديز په اړه د پي ټي آئي لوړپوړي مشرتابه ته خبر ورکړی دی، د پارټۍ د سرچينو له مخې اسلام اباد احضار کړی شوی او په دې اړه يې له دوی څخه رپورټ هم غوښتی دی.
د ګوند د سرچینو له مخې وزیراعظم د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر په روانو حالاتو د سلا مشورو لپاره اسلام اباد ته بللی او د صوبې د قومي اسمبلۍ د منتخبو غړو په اړه یې هم ترې رپورټ غوښتی دی.
دسرچينو ترمخه په قومي اسمبلۍ کې دپارټۍ غړو هم د وفادارۍ دبدلولو دعوې رد کړي دي اؤ پي ټي ائي ته يې وفادار پاتې کيدو لپاره دپارټۍ قيادت ته ويډيو بيانونه ليږلي دي .
د قامي اسمبلۍ غړو ته په راتلونكو عامو انتخاباتو كښې د قامي اسمبلۍ او صوبائي اسمبلۍ لپاره د ټكټونو ورکولو لپاره وړاندیزونه شوي وو.






