مجاهد: ملي سوداګر را ګرځي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه اخلي
مجاهد: ملي سوداګر را ګرځي او د هېواد په ابادۍ کې ونډه اخلي
طالبان وایي ملي او نړیوالو سوداګرو ژمنه کړې چې افغانستان ته به راځي او په بېلو برخو کې به پانګونه کوي.
(2021 / 9 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
طالبان وایي ملي او نړیوالو سوداګرو ژمنه کړې چې افغانستان ته به راځي او په بېلو برخو کې به پانګونه کوي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل چې دمګړی په ټول افغانستان کې امنیت تامین دی او پنجشیر هم په بشپړه توګه ددوی تر ولکې لاندې دی. هغه وویل چې له دې وروسته به ټول افغانان سره یو لاس د هېواد د جوړولو لپاره کار کوي او د یوه با ثباته افغانستان لپاره به سره متحد وي. مجاهد دغه راز وویل چې افغانستان سلګونه ملي سوداګر لري چې په نړیواله کچه یې سوداګري روانه ده او له ټولو سره یې خبرې کړې دي او دوی ژمنه کړې چې د خپل هېواد د ابادۍ لپاره به راګرځي. مجاهد زیاته کړې چې د پانګه والو امنیت تامینوي، د فعالیت ډاډ ورکوي او دوی ته د هېواد د ابادۍ فرصت برابروي. مجاهد دغه راز وویل چې د همه شموله حکومت د جوړولو لپاره هڅې روانې دي، د نړیوالو او سیمه ییزو هېوادونو د ملاتړ لپاره کار کېږي او په خبره یې نړیوالې مرستې افغانستان ته را روانې دي. هغه زیاته کړه چې بهرني پانګه وال هم په افغانستان کې پانګونې ته تیار دي او مرستندویه موسسو ژمنه کړې چې خپلې بشري مرستې به د افغانستان ګوټ ګوټ ته رسوي.