اروپايي ټولنې ویلي چې پۀ مشروط ډول د افغانستان پۀ اړه خپله پالیسي بدلوي 

0
241

اروپايي ټولنې ویلي چې پۀ مشروط ډول د افغانستان پۀ اړه خپله پالیسي بدلوي 

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن چې تازه کابل ته راغلی ویلي، چې له نوي افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي، خو له ا.ا سره هرډول خبرې اترې به د افغانانو په وړاندې د دوی په کړنو په اړه ولري.

 

(2022 / 3 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشبړ راپور 

اروپايي ټولنه وايي که ا.ا د افغانانو رضایت ترلاسه کړي د افغانستان د نوي حکومت په اړه به خپله تګلاره بدله کړي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلسن چې تازه کابل ته راغلی ویلي، چې له نوي افغان حکومت سره خبرو ته چمتو دي، خو له ا.ا سره هرډول خبرې اترې به د افغانانو په وړاندې د دوی په کړنو په اړه ولري.

نیکلسن زیاته کړې چې ا.ا اوس دوه لارې لري، یا به په افغانانو په زور حکومت کوي چې په وینا یې خطرناکې پایلې به ولري او یا هم داسې حکومت ته تسلیم شي چې د خلکو لخوا منل شوی وي.

په هېواد کې د ا.ا له واکمنۍ اووه میاشتې وروسته هم هېڅ هېواد د افغانستان نوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او پر ا.ا د نړیوالې ټولنې بندیزونه په ځای دي.

Leave a reply