عمران خان نړۍ ته باور ورکړے دے چې مونږ د چا غلامان نه يو. مراد سعید

باغی ټي وي رپورټ
د مواصلاتو وفاقي وزير مراد سعيد په یو بیان کې وئيلي دي چې عمران خان نړۍ ته باور ورکړے دے چې مونږ د چا غلامان نه يو.
مراد سعید ویلي چې وزيراعظم به حکومت پريږدي او هيڅ جوړجاړي به نه کوي.
د تفصيلاتو ترمخه يو شخصي ټي وي چينل سره په مرکه کښې مراد سعيد وئيلي دي چې د پاکستان مقدمې لپاره به په هر ځایی کې جنګ وکړي او د ملک لپاره هر قسمه جنګ ته تيار دي.
هغه اوویل چې د اپوزيشن لويه غوښتنه دا وه چې مونږ ته اين آر او راکړے شي۔
هغه زیاته کړه چې اپوزیشن غواړي چې خپلې قضيې او د رشوتونو او فساد مقدمې ختمې کړي او مونږ ونه نيسي.
مراد سعید ویلي دي چې د دوی يواځینې مقصد دا دې چې په يو ډول د نېب اداره بنده کړي.
مراد سعید وویل چې عمران خان د اسلامي هېوادونو د متحدولو لپاره کاراو هڅې کوي، ، د اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د مارچ په ۲۲ او ۲۳مه اسلام اباد ته راځي، هغه زیاته کړه چې دجمعې په ورځ په لاريون کولو سره فضل الرحمان نړۍ ته څه پيغام ورکول غواړي ، هغه اوویل چې فضل الرحمان داسلام په نوم سياست کوي.






