په سندهه هاوس اسلام آباد کې د پي ټي آیی یو شمیر د قامي اسمبلۍ غړي موجود دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام اباد کې په سندهـ هاوس کې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) د جهانګیر ترین د ډلې غړي راجا ریاض په بیان کې ویلي دي چې دلته ۲۴ ایم این ایز موجود دي.
په سندهـ هاؤس کې د جيو نيوز اينکر حامد مير سره په خبرو کې راجه رياض څرګنده کړه چې دوي په پارليمنټ لاجز د حملې د ويرې له امله په سندهـ هاؤس کې موجود دي

جيو نيوز سره خبرو کې حامد مير وويل چې په سندهه هاوس کې د شمیرلو نه پس د موجود پي ټي ایی ۲۰ غړي موجود وو خو دا شمیر زیاته هم کیدې شي.
د یادونې ده چې د اپوزیشن مشرانو د عمران خان په ضد د ناباورۍ ووټ تحریک جمع کړې دې او وزیراعظم عمران په ۲۸ مارچ د قامي اسمبلۍ عمومي غونډه رابللې ده ، په دې غونډه کې به د عمران خان په ضد بې اعتمادي رای استعمال شی، د اپوزیشن سره ۱۶۲ غړي،راې دي او حکومتي غړو او ووټرانو شمیره ۱۷۲ ده، که چرې اپوزیشن ۱۷۲ رای واخلي نو وزیراعظم عمران خان به د وزارت څوکۍ څخه لرۍ کړې شي.