سرې میاشتې ریاست ۱۱۵ تنه ځوانان له څلور میاشتنیو زده کړو فارغ کړل

0
61

سرې میاشتې ریاست ۱۱۵ تنه ځوانان له څلور میاشتنیو زده کړو فارغ کړل

یاد مدیریت د هغو بېوزلو، یتیمو او بې سرپرسته زده کوونکو لپاره د رضا کاره ښوونکو په واسطه د ښوونځي د مضمونونو اړوند ښوونیز پروګرامونه جوړوي، چې په شخصي لګښت په ښار او بازار کې په کورسونو کې ګډون نه شي کولی.

(2022 / 3 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د میدان وردګو د سرې میاشتې ریاست اړوند، د سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو د کلوف مدیریت د یوې غونډې په ترڅ کې ۱۱۵ تنه ځوانان، له ژمنیو رخصتیو په ګټې اخیستنې له ۴ میاشتنیو زده کړو فارغ کړل.

په یاده فراغت غونډه کې، د افغاني سرې میاشتې رییس مولوي عبدالقدوس عمري، ځوانان عصري او دیني زده کړو ته وهڅول او زیاته یې کړه، تاسو زموږ ملي پانګه یئ، په ترسره کړو زده کړو بسنه مه کوئ او دوام ورکړئ.

د سرې میاشتې د ځوانانو او رضاکارانو د کلوف مدیر نورالرحمن اکبر زوی وویل، په دغه ښوونیز پروګرام کې ۱۱۵ تنو ځوانانو ته د انګلیسي، کمپیوټر او ریاضي په برخو کې د رضا کاره ښوونکو پر مټ زده کړې ورکړل شوې.

د اکبرزوی په خبره، د نوي کال په رارسېدو سره زموږ بله ښوونیزه برنامه هم شروع کېدونکې ده او ځوانان کولی شي، ګډون پکې وکړي.

Leave a reply