طالبانو د پنجشیر کنټرول لاس ته راوړلو اعلان وکړو
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې میشت یو خبریال انیس الرحمان په خپله ټویټر پانړه یو تصویر خپور کړې، په تصویر کښې طالب مشران ښکاري چې د پنجشیر صوبې په ولایت دفتر کښې ولاړ دي.
بل طرف په جیو نیوز یو خبر خپور شوې، په رپورټ کښې وایی چې طالبانو په پنجشیر د قبضه کولو اعلان کړې دې. په یو میډیا رپورټ کښې طالبانو د پنجشیر د کنټرول لاس ته راوړلو اعلان کړې خو بل طرف د احمد مسعود ګروپ د طالبانو د پنجشیر د قبضه کولو اعلان رد کړې دې. دا مارت اسلامی ویاند ډاکټر محمد نعیم په خپل ټویټر پانړه د امارت اسلامی یو لیک پانړه خپره کړې چې پکښې لیکل شوي چې پنجشیر مو قبضه کړې دې.
https://urdu.geo.tv/latest/263209
https://twitter.com/IeaOffice/status/1434740574234583043/photo/1