پیښور پولیسو د وسلې نمایش کوونکو په ضد کاروایی کړې

0
128

باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پيښور کې پوليس اهلکارو د وسلې نمایش کوونکو په ضد کاروائي کړې دهاو 18 کسان ی نيولي دي.
د پولیس بیان مطابق دا ملزمان په عامو ځايونو کې او په سوشل ميډيا د وسلو په ښکاره کولو کښې هم ککړ دي۔
په بیان کې زیاتوي چې په څلورويشتو ډويژنونو کښې کاروائي کې د ملزمانو قبضې نه مختلف قسمه وسله برآمد کړې شوې دي او دې کسانو په ضد مقدمې درج کړے شوي دي۔
په یوه بله کاروایی کې د خان رازق شهيد پوليسو د پاکستان کسټم محکمې يو جعلى اهلکار نيولى دې.
تورن کس د ګمرک د جعلي کارکونکي په توګه ښاريانو ته د دندې د ورکولو په بدله کې ډیرې روپۍ اخستې.
د نیول شوي تن څخه د جعلي ګمرک کارډ، يونيفارم او د عام خلقو څخه د زیات شمیر پیسې هم ترلاسه کړي دي.
پولیس وایی چې د تورن تن په ضد يې مقدمه درج کړې ده او تحقیقات ی ترې پیل کړي دي.

Leave a reply