نیکولسن: افغانستان کې؛ جګړه نه غواړو د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لرو

0
119

نیکولسن: افغانستان کې؛ جګړه نه غواړو د خبرو له لارې د ستونزو پر حل باور لرو

نیکولسن دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې کړې دي. نیکولسن زیاته کړې ده چې اروپایي ټولنه د سوله ییز او هوسا افغانستان ملاتړې او غوښتونکې ده او د همدې هدف د تر لاسه کولو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

 

(2022 / 3 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن ویلي چې اروپایي ټولنه په افغانستان کې د جګړې پلوي نه ده او په دغه هېواد کې د موجوده ستونزو د حل لپاره پر مذاکرې باور لري.

نیکولسن دا څرګندونې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره په لیدنه کې کړې دي. نیکولسن زیاته کړې ده چې اروپایي ټولنه د سوله ییز او هوسا افغانستان ملاتړې او غوښتونکې ده او د همدې هدف د تر لاسه کولو لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

د نوموړي په وینا، د افغانستان ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه دی او دوی باوري دي چې هر ډول ستونزې یوازې او یوازې د خبرو له لارې د حل وړ دي.

Leave a reply