د ریاست الوزرا لومړي مرستیال د ټاپي پروژې لۀ مرستیال سره خبرې کړي

څه موده وړاندې د اسیا پراختیایي بانک د یادې پروژې د پیل چارې د افغان حکومت په رسمیت پورې تړلې بللې وې خو ا.ا یې په غبرګون کې وویل چې د اسیا پراختیایي بانک په دې برخه کې یوازې د مشاور په توګه دنده ترسره کوي او دا موضوع د حکومت په رسمیت پورې هیڅ تړاو نه لري.
(2022 / 3 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ریاست الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر د ټاپي پروژې له اجراییوي رییس محمد مراد امانوف سره کتلي دي.
د ملا برادر مطبوعاتي دفتر ویلي چې په دې لیدنه کې د ټاپي پروژې د چارو پر پیل خبرې اترې شوې دي. تر دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په افغانستان کې به د دغې پروژې عملي چارې روان کال کې پیل شي.