چین: له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو

0
168

چین: له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوو

وانګ یو څرګنده کړې ده چې چين به له افغانستان سره د بشر دوستۍ او اقتصادي بيارغونې مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي ټینګار کړی دی چې دوی په وار وار له امريکا څخه غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې پيسې ازادې او بېرته افغانانو ته وسپاري.

(2022 / 3 / 17  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې په روانو سختو حالاتو کې له افغانانو سره ولاړ دی او له دغه هېواد سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

وانګ یو دا څرګندونې په کابل کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې ته د چين د سره صليب ټولنې د مرستندويه توکو د سپارلو په مراسمو کې کړې دي.

هغه زیاته کړې، چې د چين سره صليب ټولنې د تېر کال په ډسمبر کې افغانستان ته د طبي توکو، د ژوند او ښوونې په شمول د زياتو برخو مرستندويه توکي برابر کړي وو او اوس يې يو ځل بيا له دغه هېواد سره د غنمو او اوړو مرسته کړې، چې دا به د زرګونو افغان کورنيو د لوږې مسئله حل کړي.

Leave a reply