اروپایي ټولنې د ا.ا د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی

اروپایي ټولنې د ا.ا د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی
د ویلو ده چې پرون د افغانستان ا.ا کابینې د رییس الوزرا په موجودیت کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او عودت په نامه یو کمیسیون جوړېدل تصویب کړل او د دغه کمیسیون ریاست یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته سپارلی دی.
(2022 / 3 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې سفیر ون برنټ له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او بیا رستنېدو کمیسیون جوړېدو په اړه د ا.ا د وروستۍ پرېکړې هرکلی کړی دی.
نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي دي چې که چېرته له افغانستان څخه د وتلیو افغان شخصیتونو د بیا راستنېدو په اړه د ا.ا له لوري د کمیسیون جوړېدو پرېکړه رښتیا وي نو دوی یې هرکلی او ستاینه کوي.
نوموړي زیاته کړې ده چې د دې کمیسیون جوړېدل به ډېرې چارې اسانه کړي.
د ویلو ده چې پرون د افغانستان ا.ا کابینې د رییس الوزرا په موجودیت کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او عودت په نامه یو کمیسیون جوړېدل تصویب کړل او د دغه کمیسیون ریاست یې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ته سپارلی دی.
یاد کمیسیون له هېواد څخه د وتلو افغان شخصیتونو سره د اړیکو او د هغوی د بیا راستنولو لپاره د زمینې د برابرولو دنده پر غاړه لري.






