مالیزیا افغانستان ته یو نیم میلیون ډوزه واکسین ورکوي
مالیزیا وایي دوی هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره لا ډېرې بشردوستانه مرستې وکړي او وکړی شي د خلکو په ژغورنه کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.
(2022 / 3 / 17 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د مالیزیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی له افغانستان سره د مرستو او په دغه جګړه ځپلي هېواد کې له خلکو سره د همکارۍ په موخه د کرونا ضد واکسین وېشي.
سرچینه وایي چې دوی به په نږدې راتلونکې کې افغانستان ته ۱،۶ میلیونه دوزه واکسین ورکړي او دمګړی ددغه واکسینو د لېږد لپاره د توکو په پېرلو بوخت دي.
مالیزیا وایي دوی هڅه کوي په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره لا ډېرې بشردوستانه مرستې وکړي او وکړی شي د خلکو په ژغورنه کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.










Leave a Reply