ملګرو ملتوتو له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاريو د دوام ژمنه کړې

0
91

د بشري مرستو په برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګويتریش ځانګړي استازي تېره شپه په کابل کې د طالبانو له مرستيال او د قطر سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره ليدلي او له افغانستان سره يې خپلو مرستو ته د دوام ورکولو ژمنه کړې ده

 

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي مارټن ګرفتس په دوحه کې له طالب ډيپلوماټانو سره تر ليدلو وروسته تېره ورځ کابل ته راغلی و او دلته يې د ملا برادر اخوند په مشرۍ د طالبانو له پلاوي سره د بهرنيو چارو وزارت کې ځانګړې ناسته وکړه.

 

د طالبانو د سياسي دفتر وياند ډاکټر محمد نعيم په خپل ټويټر پيغام کې ويلي، د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسلامي امارت ته ډاډ ورکړی، چې د مرستندويه هېوادونو په راتلونکې ناسته کې به دوی هڅه وکړي، چې له افغانستان سره نورې نړيوالې مرستې هم را جلب کړي.

 

  1. د ملګرو ملتونو د استازي او اسلامي امارت د ناستې يوه ګډونوال نن ټکی اسيا ته وویل، چې مارټن ګرفتس له ملا برادر اخوند سره له ناستې ډېر خوښ و او ویلي يې دي، چې دی به خپل مشرتابه او نړيواله وهڅوي، چې د جنيوا په راتلونکي ناسته کې له افغانستان سره نورې مرستې هم وکړي

Leave a reply