د انګلستان لومړې وزیر سعودي عربستان ته راغلې

باغي ټي وي رپورټ
د سعودي عربستان ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن ته په ریاض کې په الیمامه ماڼۍ کې ښه راغلاست او ستړي مشي اوویل.
د عرب نیوز خبر پانړې رپورټ مطابق، سعودي عربستان خبري اژانس وايي چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د چهارشنبې په ورځ په ریاض کې د بریتانیا له صدراعظم بوریس جانسن سره وکتل.
سعودي عربستان او انګلستان د ستراتیژیکو همکاریو د شورا د جوړولو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
دواړو مشرانو په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او د فرصتونو په اړه خبرې وکړې.دوی دغه راز د اوکراین د وروستیو پرمختګونو په ګډون د ګډو ګټو پر سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو هم خبرې وکړې.
جانسن خلیج ته د هغو هڅو د یوې برخې په توګه سفر کوي چې د تیلو د لازیاتو رسولو د خوندي کولو او پر اوکراین د روسیې د برید په اړه پر ولسمشر ولادیمیر پوتین فشار زیات کړي.

………………………..







