د ضم قبایلي ضلعو د پرمختګ لپاره ملیاردونو روپو پروژو پریکړه شوې ده

0
138

باغی ټي وي رپورټ
د ملک په ضم قبایلي سیمو او ضلعو کې د 491 اربه روپو په لګښت 900 پرمختيائي پروژې په پروګرام کې شاملې کړې شوي دي.
د خېبرپښتونخوا حکومت نه یوازې د ضم شوي قبایلي ضلعو د چټکې او دوامداره پرمختګ او دغه سیمې د نورو پرمختللو سیمو سره برابرولو ته ژمن دي بلکې په دې لړ کې صوبایی حکومت کوټلي ګامونه هم پورته کوي.
د صوبايي کلني پرمختيايي پروګرام او ګړندي پلي کولو پروګرام لاندې ضم شوي ضلعو لپاره د 491 اربه روپو په ارزښت 900 بېلابېلې پروژې شاملې کړې شوي دي.
دا خبره د نهې په ورځ د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان په مشرۍ كښې په قبائلي ضلعو كښې د روانو پرمختيائي پروژو د پرمختګ جاج اخستو په مهال شوې غونډه كښې وشوه۔ په غونډه كښې د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نورالحق قادري نه علاوه د ضم شوي ضلعو نه د قومي او صوبائي اسمبلۍ منتخب غړو٬ ايډيشنل چيف سيكرټري شهاب علي شاه او د اړوند څانګو لوړ پوړو چارواكو هم ګډون وكړو۔

Leave a reply