ضلع خیبر، یو تیز رفتار ګاړي یو وړوکي ماشوم وهلې ،ماشوم مړ شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه سپاه کاریګر ګړۍ کښې د تیز رفتار ګاډی د ټکر له امله یو لس کلن ماشوم مړ شوی دی.
د سرچینو ترمخه لس کلن عصمت الله چې د اشملي خان زوي دې، د شلوبر اوسيدونکی د باړه په عالم ګودر روډ باندي يو تیز چلوونکې ډرایور په موټر اووهل، سرچینې او عیني شاهدان وایی چې ماشوم سخت ژوبل شو۔ عيني شاهدان وايي، سپين ټو ډي موټر په تېز سرعت روان و، چې ماشوم يې د سرک پورې غاړې ته د ټکر روسته اوغورځول.
په دي موقع ميډيا سره خبرو کښي چيئرمېن حاجي شعيب آفريدي او يوتھ کونسلر عباس آفريدي اين سي عالم ګودر اے اوويل چي تيرو شپږو مياشتو کښي د سپاه کاریګر ګړئ کښي د تيز رفتارئ له وجي دري کسان مړه او يو شمير نور ژوبل شوي دي۔
نوموړي غوښتنه وکړه، چې د ګڼې ګوڼې په دې سيمه کې دې پر سړک برېکرونه ولګول شي ترڅو چې د وګړو قیمتي ژوند وژغورل شي.