میدان وردګ ـ ۵۰ تنه کومانډویان فارغ شول
میدان وردګ ـ ۵۰ تنه کومانډویان فارغ شول
دغه راز دوی فارغو شويو کومانډیانو ته لارښوونه وکړه چې د امنیت د ټینګښت لپاره شپه او ورځ کار وکړي، ترڅو هېوادوال په ډاډه زړه سره خپل کارونه ترسره کړي.
په ورته مهال فارغ شویو کومانډویانو ژمنه وکړه ترڅو مو چې په بدن کې یو څاڅکی وینه جریان ولري د خپلو ديني، فرهنګي ارزښتونو، ولسونو او سرحداتو څخه ساتنه کوو.
(2022 / 3 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د (۳۱۳) مرکزي قول اردو اړوند په میدان وردګ ولایت کې د څلورمې پلې لېوا څخه ۵۰ تنه کومانډویان له نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ شول.
په همدې موخه جوړ شویو مراسمو کې د ولایت مرستیال والي شیخ شیر احمد حقاني په خپلو خبرو کې وویل: له نظامي، مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ شوي کومانډویان به د دین، خاورې او د خلکو ناموس څخه په کلکه دفاع کوي او هېچاته به د غيرې قانونې کړنو د ترسره کولو اجازه ورنه کړي، هغه ټولو فارغو شويو کومانډویانو ته په دنده کې د بريا هيله وکړه او ترې ويې وغوښتل، چې په پوره اخلاص، تقوا او ریښتنیولۍ سره خپلې دندې پرمخ یوسي.
د مرکزي (۳۱۳) قول اردو رییس ارکان درستیزوال شیخ نقیب الله عزیزي او په دغه ولایت کې د څلورمې پلې لېوا قوماندان مولوي نقیب الله حامد نویو فارغ شویو کومانډویانو ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: د وسلې زده کړه، د خلکو له ناموس او هېواد څخه ساتنه په ټولو مسلمانانو فرض ده او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې دغه په اسلامي روحیه روزل شوي ځواکونه ټولو اسلامي او فرهنګي ارزښتونو ته ژمن دي چې په کلکه به د خپلو هېوادوالو څخه ساتنه کوي.