اسلامي همکاریو سازمان؛ افغانستان یې د غونډې اجنډا 

0
97

اسلامي همکاریو سازمان؛ افغانستان یې د غونډې اجنډا 

 

افغانستان د اسلامي همکاریو سازمان ددې غونډې مهمه اجنډا ده.

ټاکل شوې چې د راتلونکې حمل میاشتې په دویمه نېټه د اسلامي همکاریو سازمان غونډه په اسلام اباد کې ترسره شي. په دې غونډه کې د ګڼو نورو مهمو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم بحثونه کېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، د افغانستان مسئله د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې شامله ده، ځکه دغه هېواد دمګړی له سختو ستونزو سره مخ دی.

هغه لوږې او ناروغیو ته اشاره کړې ده او وایي په دې کنفرانس کې به له افغانستان سره د مرستو ټولولو پر مسئله هم خبرې کېږي.

Leave a reply