پیښور کې پولیسو د نشه ی توکو قاچاق کوونکي نیولي دي

باغي ټي وې رپورټ
د پیښور په حیات آباد کې د تاتار پوليسو د ښځينه پوليسو په ګډون په بريالیتوب سره عملياتو په ترڅ کې د نشه يي توکو يوه قاچاق وړونکې ښځه نيولې ده.
د پولیسو له خوا جاري شوي یو بیان کې ویل شوی دی چې له نیول شوي تورن کس څخه دوه کیلو ګرامه هیروین تر لاسه شوي او د قانون منګولو ته سپارل شوي ده.
حيات اباد کې هم پولیسو درې کسان نیولي ,له نیول شویو کسانو څخه د ۱۳۰۰ ګرامه هیروین په ګډون یو موټرسایکل هم ترلاسه شوې دې.
حيات آباد پوليس د ملزمانو خلاف مقدمه درج کړي ده او تحقيقات ئي شروع کړي دي۔







