نړیوال بانک: افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده
نړیوال بانک: افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ کچه لوړه شوې ده
سرچینه وایي د دوی د سروې پر بنسټ اویا سلنه وګړي پوره خوړو او مالي امکاناتو ته لاسرسی نه لري او له سخت وضعیت سره مخ دي. نړیوال بانک دغه راز خبرداری ورکوي چې ناورین په افغانستان کې د پراختیا په حال کې دی.
(2022 / 3 / 16 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
نړیوال بانک وایي په افغانستان کې د غذايي مصوونیت کچه راټيټه شوې ده.
نړیوال بانک په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې یې د خوړو او اقتصادي وضعیت په اړه یوه سروې کړې ده. سرچینه کاږي داسې ښکاري چې د تېر کال په پرتله په افغانستان کې د خوړو د مصوونیت کچه دوه برابره راټيټه شوې او د خلکو اقتصاد خراب او عاید کم شوی دی.
دغه بانک وایي په افغانستان کې روان اقتصادي وضعیت او د خلکو د مزد او عاید کمېدل هغه لاملونه دي چې د خوړو د مصوونیت کچه یې راټيټه کړې ده.