د اسرائیل پر دولتي ادارو خطرناک سایبري بریدونه شوي

0
154

د اسرائیل پر دولتي ادارو خطرناک سایبري بریدونه شوي

د چارواکو په وینا، دوی نه پوهېږي چې دا کار چا کړی دی خو په دې اړه یې د څېړنو خبره کړې ده. نیټ‌بلاګز پر اسراییلي دولتي ادارو سایبري برید تایید کړی دی.

 

(2022 / 3 / 16  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

اسراییلي رسنیو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد دولتي ادارې تر سخت سایبري برید لاندې راغلي دي.

راپورونه وایي چې دا برید تېر ماښام پیل شوی دی په ترڅ کې یې د وزارتونو او دولتي بنسټونو ویب‌پاڼې هک شوې دي.

اسراییلي چارواکو کوم هېواد ته له اشارې پرته ویلي، چې د برید له هر اړخیزوالي ښکاري، چې یو دولت یا غټ سازمان د دغه بریدونو تر شا ولاړ دی.

د چارواکو په وینا، دوی نه پوهېږي چې دا کار چا کړی دی خو په دې اړه یې د څېړنو خبره کړې ده. نیټ‌بلاګز پر اسراییلي دولتي ادارو سایبري برید تایید کړی دی.

Leave a reply