افغان دیپلوماتان وايي چې د طالبانو لۀ لوری لۀ سختو فشارونو سره مخ یو
افغان دیپلوماتان وايي چې د طالبانو لۀ لوری لۀ سختو فشارونو سره مخ یو
دغه راز په چین کې د افغانستان سفیر جاوید قایم له هغه وروسته استعفا وکړه چې طالبانو هلته خپل ژمن سفیر معرفي کړ چې چارې مخې ته یوسي.
په ورته مهال د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر ترکیې ته د خپل سفر پرمهال له رسنیو سره ویلي وو، چې په ترکیې کې د افغانستان سفارت د دوی تر امر لاندې کار کوي.
(2022 / 3 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په بهرنیو هېوادونو کې افغان ډیپلوماتان وايي، چې د طالبانو حکومت له لوري تر فشار لاندې دي، څو د هغوی لهخوا معرفي شوي ډیپلوماتان ومني.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، دا مهال د افغانستان شاوخوا ۶۰ سفیرانو، کونسلانو او د ډیپلوماتیک ماموریت مشرانو، چې جمهوري نظام ته یې کار کاوه، د طالبانو حکومت سره له کارکولو انکار کړی.
په ناروې کې د افغانستان سفیر یوسف غفورزي دغه اژانس ته ویلي:
“زه او همکاران مې د طالبانو له نوي حکومت سره هېڅ اړیکه نهلرو او څو میاشتې کېږي چې کارکوونکو ته یې معاشونه هم نهدي ورکړل شوي.”
دی زیاتوي، چې سره له دې چې دوی په ډېر ښه وضعیت کې نه دي، خو بیا هم په دغو سختو شرایطو کې يې خپل کار روان ساتلی او افغانستان سره د ممکنه بشري مرستو او همکاریو د زیاتولو د هڅو لپاره کار کوي.
د راپور په حواله، د مالي فشارونو له کبله، په بهرنیو هېوادونو کې اکثریت سفارتونه او قونسلګرۍ مجبور شوي دي چې فعالیتونه محدود کړي.
امریکايي چارواکو تر دې وړاندې تاییده کړې وه، چې ښايي راتلونکې اوونۍ په دې هېواد کې د افغانستان سفارت او کونسلګرۍ د مالي ستونزو له کبله وتړل شي.
په ورته مهال په هند کې د افغانستان سفیر فرید مامومندزی وایي، چې له کابل څخه هېڅ ډول بودیجه او مرسته نه ترلاسه کوي. وایي، د مالي مرستو او سرچېنو د کموالي له کبله، څو میاشتې کېږي چې د خپلو کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړي.
دغه راز په چین کې د افغانستان سفیر جاوید قایم له هغه وروسته استعفا وکړه چې طالبانو هلته خپل ژمن سفیر معرفي کړ چې چارې مخې ته یوسي.
په ورته مهال د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر ترکیې ته د خپل سفر پرمهال له رسنیو سره ویلي وو، چې په ترکیې کې د افغانستان سفارت د دوی تر امر لاندې کار کوي.
د طالبانو حکومت تازه په یو شمېر هېوادونو کې د افغان سفارتونو ځینې فرهنګي اتشې هم له دندو ګوښه کړي دي.
طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه نېټه کابل ونیوه، خو نړیوالې ټولنې د اتو میاشتو په تېرېدو لا هم د دوی حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی.