د امریکا پخواني ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د طالبانو له خوا د پلازمینې کابل له نیولو وروسته په ولسمشر بایډن توندې نیوکې کړي دي

0
56

د امریکا پخواني ولسمشر “ډونالډ ټرمپ” د طالبانو له خوا د پلازمینې کابل له نیولو وروسته په ولسمشر بایډن توندې نیوکې کړي دي

ټرمپ د یو ویډیو پیغام په خپرولو سره ویلي، چې بایډن په افغانستان کې ماته خوړلې او باید هرڅه ژر له خپلې دندې استعفاء ورکړي.

ټرمپ دغه راز بایډن په امریکا کې د کرونا وبا په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورن کړی او زیاته کړې یې ده چې امریکایان د بایډن له حکومت تنګ شوي او د یو مثبت بدلون راتلو ته انتظار دي.

باید وویل شي چې ډونالډ ټرمپ داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې له هیواد څخه د کابل حکومت د مشر ډاکټر غني تر تښتېدو وروسته پلازمېنه کابل د طالب ځواکونو لاس ته ولويد او اوس د یو نوي حکومت د جوړولو په درشل کې دي.

Leave a reply