طالبانو د پنجشیر تر سقوط وروسته د پنجشیر خلکو ته د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی
طالبانو د پنجشیر تر سقوط وروسته د پنجشیر خلکو ته د پشپړ امنیت ډاډ ورکړ
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پنجشیر جګړه ختمه شوه او د پنجشیر د خلکو سر او مال اوس په امن کې دی.
(2021 / 9 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د پنجشیر جګړه ختمه شوه او د پنجشیر د خلکو سر او مال اوس په امن کې دی.
نوموړي چې د پنجشیر خلک د څو محدودو کسانو له خوا ګروګان شوي ؤ او دې ولس سره به هېڅ توپیري چلند نکېږي.
همدارنګه نوموړي ویلي چې د پنجشیر ولس دې دوی سره د امنیت په راوستلو کې مرسته وکړي او په ګډه دې ورسره د وطن د پرمختګ لپاره ورسره لاس په کار شي.
پنجشیر وروستنی لایت شو چې په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته لوېږي، له دې سره اوس طالبان په ټول افغانستان واکمن شول.