تر اماراتو وروسته؛ له ترکیې څخه هم ۳۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته رالېږدول شوي

0
169

تر اماراتو وروسته؛ له ترکیې څخه هم ۳۰۰ افغان کډوال بېرته هېواد ته رالېږدول شوي

راپورونه وایي، نن یوه بله الوتکه چې درې سوه افغان کډوال پکې وو له ترکیې څخه د کابل نړیوال هوایي ډګر ته را رسېدلې ده. په دې الوتکه کې را لېږدول شوي افغانان هغه کسان دي چې له غیر قانوني لارو یې اروپایي هېوادونو ته د ننوتو هڅه کوله.

 

(2022 / 3 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

له ترکیې څخه هم په سلګونو هغه افغانان چې اروپایي هېوادونو ته یې د تګ نیت درلود بېرته هېواد ته راستانه کړل شوي دي.

راپورونه وایي، نن یوه بله الوتکه چې درې سوه افغان کډوال پکې وو له ترکیې څخه د کابل نړیوال هوایي ډګر ته را رسېدلې ده. په دې الوتکه کې را لېږدول شوي افغانان هغه کسان دي چې له غیر قانوني لارو یې اروپایي هېوادونو ته د ننوتو هڅه کوله.

د یادونې ده چې پرون هم له متحده عربي اماراتو څخه په سلګونو هغه افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي چې امریکایي ځواکونو د ترخلیې ماموریت په لړ کې ابوظبۍ ته لېږدولي وو.

په یادو کسانو کې ډېری داسې کسان هم وو چې له امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو سره یې په ملکي او نظامي برخه کې د کار تجربه لرله.

Leave a reply