په قبایلي سیمو کې د پاکستان په تاریخ کې یو لوی تاریخ رقم شو

0
173

نصیب شاه شینواري
د پاکستان په قبایلي سیمو کې په تاریخ کې اول ځل یو لوی تاریخ ولیکل شو، په اولس ځل په بلدیاتي ټاکنو کې منتخب شوي د بلدیاتي حکومتونو د تحصیل چیرمین او ورسره نورو غړیو سوګند پورته کړو.
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې په بلدیاتي ټاکنو کې کامیاب امیدوارانو د چیرمین څوکۍ، کلیو او ګاونډی شوراګانو غړیو سوګند پورته کړو.

د سوګند پورته کولو دستوره د لنډیکوتل تحصیل په جرګه هال کې ترسره شوه، اسسټنټ کمشنر لنډیکوتل اکبر افتخار د لنډیکوتل منتخب شوي تحصیل چیرمین شاه خالد شینواري او ورسره د ۳۰ کلیو او ۵ د ګاونډیو شوراګانو غړیو څخه سوګند واخستو.

اسسټنټ کمشنر اکبر افتخار د نوي منتخب شوي چيئرمين شاه خالد شينواري په شمول 36 جنرل کونلرانو څخه حلف واخستو، په دې کې د اقليتي ګروپ کونسلر زنانه هم حلف اوچت کړو. د یوتھ کونسلر ، کسان کونسلر نه ی هم حلف هم واخستو۔د ضلعی انتظامئي ذرائعو ترمخه په بلدیاتی انتخاباتو کښي د لنډی کوتل تحصیل ټول کونسلرانو شمیره 259 ده چی پکښي د 32 زنانو پشمول د اقلیتی ګروپ غړي او نمایندګانو هم شامل دي.

د لنډیکوتل په جرګه هال کې ښځو هم په اول ځل د کلیو شوراګانو د ښځینه غړیو په توګه سوګند پورته کړو.


د سرچینو ترمخه یو شمېر د کلیو او ګاونډیو شوراګانو غړي د شخصي مصروفیتونو له امله غیر حاضر وو چې وروسته به یې دوی څخه سوګند واخستل شي.
د یادونې ده چې د خیبر پښتونخوا او د قبایلي سیمو په ۱۷ ضلعو کې په ۱۹ دسمبر کال ۲۰۲۱ بلدیاتي ټاکنې ترسره شوې او د کلیو او ګاونډي شوراګانو غړیو او نمایندګانو سوګند پورته کړو.

د لنډیکوتل تحصیل مشرانو او ځوانانو د حلف اخستونکو په ګډون ټولو برياليو شوراګانو غړیو او نمایندګانو ته مبارکي وويله او له ټاکل شويو کونسلرانو يې وغوښتل چې د لنډې کوتل تحصيل د پرمختګ او د خلکو د ستونزو د هواري لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي او له حکومته دې په دې سيمه کې د پرمختيايي کارونو لپاره غوښتنه وکړي.
مشرانو اوویل چې لنډیکوتل تحصیل کې کې د دا ټاکل شوي مشرانو او غړي په سیمه کې د پرمختګ او سوکالۍ د نوي دور د پیلولو لپاره په هر فورم کې خپل غږ پورته کړي.

Leave a reply