د مقاومت د جبهې ویاند طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو
د مقاومت د جبهې ویاند طالبانو سره په جګړه کې ووژل شو
د مقاومت د جبهې ویاند فهیم دشتي طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.
(2021 / 9 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
د مقاومت د جبهې ویاند فهیم دشتي طالبانو سره په نښته کې ووژل شو.
فهیم دشتي تېره شپه د پنجشر ولایت دشتک سیمه کې طالبانو سره د نښتې پر مهال ووژل شو، دشتي د مقاومت ډلې فعال غړی او د ډاکټر عبدالله خوریی ؤ، نوموړي د ژوند پر مهال پخپلو خبرو کې ویلي ؤ چې تر خپلې وروستۍ مرمۍ به طالبانو سره جګړه کوي او هېڅکله به تسلیم نشي.
دشتي پر احمدشاه مسعود د دوو خبریالانو له خوا د برید پر مهال هم ټپي شوی ؤ.