محقق: اوس د وسلوالې مبارزې وخت تللی؛ د وسلوالې مبارزې پر ځای باید خبرې وکړل شي

محقق: اوس د وسلوالې مبارزې وخت تللی؛ د وسلوالې مبارزې پر ځای باید خبرې وکړل شي
…نور په افغانستان کې د وسله والې مبارزې وخت پایته رسیدلی او دی به هم د کومې وسله والې ډلې سره یو ځای نه شي،محقق ویلي باید د خبرو اترو له لارې افغانان شته ستونزې پخپله حل کړي.
(2022 / 3 / 14 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
حاجي محمد محقق چې د مخکیني حکومت د را پر ځیدو پر مهال له هیواد وتلی او اوس په ترکیه کې دی،په خپلو تازه څرګندونو کې یې ویلي چې نور په افغانستان کې د وسله والې مبارزې وخت پایته رسیدلی او دی به هم د کومې وسله والې ډلې سره یو ځای نه شي،محقق ویلي باید د خبرو اترو له لارې افغانان شته ستونزې پخپله حل کړي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې داسې ګنګوسې خپرې شوې وې چې ګواکې محمد محقق د مقاومت جبهې سره یو ځای شوی او د ا.ا پر وړاندې یې د جنګ اعلان کړی دی.






