روسیې د اوکراین پولې ته نیږدې د اوکراین پۀ نظامي اډې برید کړی 

0
157

 روسیې د اوکراین پولې ته نیږدې د اوکراین پۀ نظامي اډې برید کړی 

ویل کیږي‌ روسیې پدې مرکز د لسګونو  توغندیو  سره برید کړی دی.د لویو د ښار ښاروالۍ د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې یرغلګرو ځواکونو دا ځل د سولې ساتنې او امنیت په نړۍوال مرکز د توغندیو بریدونه وکړل.

(2022 / 3 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

روسیې په اوکراین د یرغل په اتلسمه ورځ‌ ددې هیواد په سویل کې د ( لویو ) په ښار کې د سولې ساتنې او امنیت په نړۍوالې پوځي‌ هډې توغندیز بریدونه وکړل.

ویل کیږي‌ روسیې پدې مرکز د لسګونو  توغندیو  سره برید کړی دی.د لویو د ښار ښاروالۍ د بیان په خپرولو سره ویلي‌ دي‌ چې یرغلګرو ځواکونو دا ځل د سولې ساتنې او امنیت په نړۍوال مرکز د توغندیو بریدونه وکړل.

په بیان کې راغلي‌ دي‌ چې پدې مرکز ګنشمیر توغندي‌ لګیدلي‌ دي. ویل کیږي‌ دا پوځي‌ هډه د پولنډ د پولې په ۳۵ کیلومترۍ کې موقعیت لري.

 د لویو د ښار مقاماتو ویلي‌ دي‌ چې پدې بریدونو کې لږ تر لږه ۳۵ تنو ژوند لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د ګارډین ورځپاڼې د خبر له مخې د پولنډ سره په پوله کې د اوکراین د لویو په ښار کې نن د سهار په ساعتونو کې ګنشمیر چاودنې رامنځته شوې . د ویلو ده چې پدې برید کې ۱۳۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

  د بله پلوه د اوکراین لوی څارنوالۍ ویلي‌ دي‌ چې د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل د پیل د ورځې راهیسې د مارچ تر ۱۳ مې نیټې پورې لږ تر لږه  ۸۵ تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

  به بیان کې راغلي‌ دي‌ چې په اوکراین کې تر ټولو ډیر ماشومان په پلازمینې کیف ، خارکیف، دونتسک، سومي، خرسون، مایکولیف او جیتورمیر په ښارونو کې ژوند د لاسه ورکړی او اغیزمند شوي‌ دي .

Leave a reply