تحریک طالبان پاکستان په جمرود کې ښځو او مشرانو ته ګواښ کړې

باغي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود کې د کالعدم تحریک طالبان پاکستان له اړخه خطونه غورځول شوي.
په خطونو کې ګواښ شوې دې چې ښځې دې د کور څخه د سړي بغیر بهر نه را وځي او که چرې ښځې د سړي پرته د کورونو نه راشي او په بازارونو کې چکرې وهي نو ددې ذمه واري به په مقامي مشران وی او دوی به ددې غلط کار ذمه وار وي.
په جمرود کې د سرچنیو مطابق کالعدم تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي غړو د جمرود بازار د زنانه انتظارګاه په شمول د هسپتال مخې ته د زنانو په ناستو د بنديز په اړه په مختلفو ځايونو کې خطونه اچولي دي۔
په خطونو کې لیکل شوي دې چې ښځې دې د بازار د راتګ څخه ډډه وکړي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په جمرود بازار کې د حجام یو دوکان باندې وسلي والو ډزې کړې وې، دې حجام دوکان واله ته ی هم ګواښ کړې وو چې د خلق ږیرې دې نه کلوي.

کالعدم تحریک طالبان پاکستان له لوري په جمرود بازار کې دا خطونه اچول شوي.





