عمران خان د ګونډ مشران رابللي دي

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) جګپوړي مشران د اپوزيشن د عدم اعتماد په تحريک د مشورې لپاره رابللي دي.
دسرچينو ترمخه وزيراعظم عمران خان پرويز خټک، علي زيدي، فواد چوهدري او شفقت محمود د مشورې لپاره بني ګاله ته را بللي دي.
د جیو نیوز رپورټ مطابق ،سرچينې زياته کړې چې په دې غونډه کې به د قومي اسمبلۍ د رابللو په اړه خبرې کېږي او وزيراعظم به د قومي اسمبلۍ د رابللو حتمي منظوري ورکوي.
بل خوا د واکمن اتحادي ګوند مسلم ليگ (ق) هم امکان دى چې نن به د عدم اعتماد په تحريک کې د حکومت يا اپوزيشن ملاتړ کولو په اړه وروستۍ فيصله کوي.
ياده دي وي چي متحده اپوزيشن څو ورځي وړاندي د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک جمع کړے وو چي پکښي د قامي اسمبلۍ سپيکر اوس د قامي اسمبلۍ اجلاس رابللو لپاره 14 ورځي وخت لري د د قامي اسمبلۍ غونډه را اوغواړي.





