سنډې ټایمز: افغانستان باید له روان بشري ناورین وژغورل شي

0
175

سنډې ټایمز: افغانستان باید له روان بشري ناورین وژغورل شي

سرچینه وایي سره له دې چې نړیوال خیریه بنسټونه په افغانستان کې د مرستو او بشردوستانه خدماتو راپورونه ورکوي خو دا هر څه کافي نه دي او په دغه هېواد کې بشري ناورین خورا ژور دی.

 

(2022 /  3 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

سنډې ټایمز نشریې په یوه مطلب کې په افغانستان کې روانې لوږې او بېوزلۍ ته کتنه کړې ده.

سرچینه وایي سره له دې چې نړیوال خیریه بنسټونه په افغانستان کې د مرستو او بشردوستانه خدماتو راپورونه ورکوي خو دا هر څه کافي نه دي او په دغه هېواد کې بشري ناورین خورا ژور دی.

په مطلب کې راځي چې یوازې څو میلیونه کسانو ته د خوړو او ځینو لومړنیو توکو په وېش سره په افغانستان کې روان ناورین نه شي کابو کېدلی او لا ډېرو کوټلو ګامونو ته اړتیا لري.

سرچینې پر نړیوالو غږ کړی چې افغانستان دې په دې سختو شرایطو کې نه هېروي او په وړو وړو مرستو دې ځان نه خلاصوي.

Leave a reply