د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بسونو تګ راتګ پیلېږي

0
161

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د بسونو تګ راتګ پیلېږي

افغان حکومت وایي چې د پاکستان ترڅنګ نورو ګاونډیو هېوادونو ته هم د ورته ترانسپورتي خدماتو د برابرولو په لټه کې دي.

خصوصي ترانسپورتي شرکتونه دغه چاره ستایي او تمه لري چې له نورو هېوادونو سره هم ورته ترانسپورتي او ترانزیتي اړیکې رامنځ ته شي.

(2022 / 3 / 13   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د افغانستان د ترانسپورت او هوایي چلند ادارې په تازه څرګندونو کې ویلي، چې ژر به د پاکستان او افغانستان ترمنځ د مسافر وړونکو بسونو تګ راتګ پيل شي.

سرچینه وایي په دې اړه له پاکستاني لوري سره خبرې شوې دي او دواړو لورو توافق کړی چې دغه خدمات به خصوصي شرکتونه وړاندې کوي.

یاد وزارت زیاتوي چې د پاکستان او افغانستان پنځه پنځه خصوصي شرکتونه به د مسافرو د لېږد رالېږد لپاره هڅه کوي.

Leave a reply