بهرنیو چارو وزارت: افغان پلاوی په چین کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون کوي

بهرنیو چارو وزارت: افغان پلاوی په چین کې جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون کوي
د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي برخې رسنیو ته ویلي چې سرپرست وزیر امیرخان متقي او مل پلاوی به په دې کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته ځي او همدا راز به د ګډون کوونکو هېوادونو له ديپلوماتیکو استازو سره ګوري.
(2022 / 3 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغان پلاوی د افغانستان په اړه په درېیم جوړېدونکي سیمه ییز کنفرانس کې ګډون کوي.
د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په وروستیو کې په چین کې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو کنفرانس جوړ شي.
افغان حکومت ویلي چې افغان پلاوی به هم په دې کنفرانس کې ګډون کوي.
د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي برخې رسنیو ته ویلي چې سرپرست وزیر امیرخان متقي او مل پلاوی به په دې کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته ځي او همدا راز به د ګډون کوونکو هېوادونو له ديپلوماتیکو استازو سره ګوري.
په دې سفر کې به دغه راز له چینايي لوري سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، اقتصادي همکاریو او بشردوستانه مرستو هم خبرې کېږي. دا تر ایران او پاکستان وروسته درېیم کنفرانس دی چې د سیمې د هېوادونو په ګډون د افغانستان په اړه جوړېږي.





