عراق کې د امریکا پر قونسلګرۍ راکیټي بریدونه شوي

0
179

عراق کې د امریکا پر قونسلګرۍ راکیټي بریدونه شوي

له دې سره جوخت د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي چې دا توغندي ایران توغولي دي خو په اړه به یې لا ډېرې پلټنې کېږي. عراقي چارواکي هم بریدونه تاییدوي خو وایي تلفات نه لري او په اړه یې پلټنې پيل شوې دي.

 

(2022 / 3 / 13  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د راپورونو له مخې د عراق په اربیل کې تېره شپه د امریکا د قونسلګرۍ شاوخوا شپږ توغندي لګېدلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه بریدونه تایید کړي او غندلي یې دي.

پنټاګون هم وایي چې پر قونسلګرۍ بریدونه شوي او دا مسئله به په هر اړخیزه توګه څېړي.

له دې سره جوخت د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې یوې سرچینې ویلي چې دا توغندي ایران توغولي دي خو په اړه به یې لا ډېرې پلټنې کېږي.

عراقي چارواکي هم بریدونه تاییدوي خو وایي تلفات نه لري او په اړه یې پلټنې پيل شوې دي.

Leave a reply