امریکا: نوی حکومت نړیوالو قوانینو ته په درناوي مشروعیت خپلولی شي

د بشري حقونو او ښځو حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده او په خبره یې نوي حکومت ته په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
(2022 / 3 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي نوی حکومت دې د مشروعیت لپاره بشري حقونه او د ښځو حقونه رعایت کړي.
د بشري حقونو او ښځو حقونو په چارو کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده او په خبره یې نوي حکومت ته په کار ده چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
نوموړې د ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل کېدو هرکلی کوي، خو وایي نوی حکومت باید ټول هغه موارد عملي کړي چې افغان لوري د بشري حقونو په اړه په نړیواله کچه لاسلیک کړي او د هغو د عملي کولو ژمنه یې کړې ده.
امیري وایي که نوی حکومت په نړیواله کچه مشروعیت غواړي نو نړیوال قوانین دې مراعات کړي.