د نړیوالې پراختیا څېړنیز مرکز: افغانستان کې مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر په لوړېدو دی

د نړیوالې پراختیا څېړنیز مرکز: افغانستان کې مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر په لوړېدو دی
سرچینه وایي چې په وروستیو کې بېکاري ډېره شوې ده، اقتصادي وضعیت ترینګلی دی، میلیونونه کسان لوږې او وچکالۍ ځپلي دي او دا هر څه ددې سبب شوي چې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو خلکو شمېره ورځ تر بلې لوړه شي.
(2022 / 3 / 13 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر ورځ تر بلې لوړېږي.
د نړیوالې پراختیا څېړنیز مرکز په یوه مطلب کې ویلي چې دمګړی په افغانستان کې شاوخوا ۲۵ میلیونه وګړي بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دا شمېره ورځ تر بلې لوړېږي.
دغه اداره وایي ددې اړتیا ده چې د افغانستان ستونزه په بنسټیزه توګه حل شي او هڅه وشي چې د افغانستان د دایمي اقتصادي ودې نوې لارې چارې رامنځ ته شي.
سرچینه وایي چې په وروستیو کې بېکاري ډېره شوې ده، اقتصادي وضعیت ترینګلی دی، میلیونونه کسان لوږې او وچکالۍ ځپلي دي او دا هر څه ددې سبب شوي چې بشردوستانه مرستو ته د اړمنو خلکو شمېره ورځ تر بلې لوړه شي.
د نړیوالې پراختیا څېړنیز مرکز پر نړیوالې ټولنې هم غږ کړی چې په افغانستان کې په بنسټیزه توګه د اقتصادي ستونزو د ختمولو لپاره اقدام وکړي.






