روسي ځواکونه د کېيف ۲۵ کیلومټرۍ ته رسېدلي دي
روسي ځواکونه د کېيف ۲۵ کیلومټرۍ ته رسېدلي دي
د یادې ادارې په خبره، روسي سرتېري کېیف ته نږدې دي خو اوکرایني ځواکونه لا هم کلک مقاومت ته دوام ورکوي. د یادونې ده چې د وروستیو راپورونو له مخې تر اوسه پورې یوازې په ماریوپول کې ۱۵۰۰ ملکي وکړي وژل شوي او ژوندي پاتې کسان د خوړو او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.
(2022 / 3 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکرایني چارواکو ادعا کړې ده چې روسي ځواکونو د دغه هېواد په ماریوپول ښار کې پر هغو لسګونه کسانو باندې چې په جومات کې یې پناه اخیستې وه برید کړی دی او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې جومات کې ۸۰ کسانو حضور درلود خو دا چې څومره یې وژل شوي دي تر اوسه پورې یې کره معلومات په لاس کې نشته.
په ورته وخت کې د بریتانوي ځواکونو اطلاعاتي ادارې ویلي چې د کېیف په شمالي سیمو کې چې مرکز سره ۲۵ کیلومټره واټن لري د اوکرایني او روسیي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.