جرمي هانت: د اوکراین جګړه د امریکا د بهرني سیاست ستره ماتې ده

0
289

جرمي هانت: د اوکراین جګړه د امریکا د بهرني سیاست ستره ماتې ده

نوموړي زیاته کړې ده چې د امریکا د بهرني سیاست له ماتې سره سم بریتانیا ته هم خطرونه متوجه دي او د همدې ګواښونو د کنټرول او مخنیوي لپاره اړینه ده چې بریتانیا تر راتلونکو لسو کلونو پورې خپله نظامي بودجه لوړه کړي.

 

(2022 / 3 / 12  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د بریتانیا د بهرنیو چارو پخواني وزیر جرمي هانټ ویلي چې د اوکراین جګړه د امریکا د بهرني سیاست او امنیت د سترې ماتې څرګندونه کوي.

نوموړي زیاته کړې ده چې د امریکا د بهرني سیاست له ماتې سره سم بریتانیا ته هم خطرونه متوجه دي او د همدې ګواښونو د کنټرول او مخنیوي لپاره اړینه ده چې بریتانیا تر راتلونکو لسو کلونو پورې خپله نظامي بودجه لوړه کړي.

هانټ څرګنده کړې ده چې پوتین په ډېر حساس وخت کې پر اوکراین برید وکړ او په داسې حال کې چې امریکا او غرب په کلونو جګړې تجربه کړې وې له فرصت څخه په استفادې یې له دې خلا څخه ښه ګټه پورته کړه.

نوموړي که څه هم پوتین یو یرغلګر بللی دی خو زیاته کړې یې ده چې که خلک هر څه وایي خو پوتین هوښیار سیاستوال دی.

Leave a reply