بایډن: په اوکراین کې له روسیې سره مخامخ جګړې ته نه داخلېږو

بایډن: په اوکراین کې له روسیې سره مخامخ جګړې ته نه داخلېږو
نوموړي څرګنده کړې ده چې پوتین هیله لرله اوکراین له جګړې پرته ولکه کړي، د اروپا ارادې سستې کړي، ناټو تضعیف کړي او امریکا تجزیه کړي خو بریالی نه شو نو د اوکراین جګړه کې یې هم بریا ناممکنه ده.
(2022 / 3 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د امریکا ولسمشر جوبایډن په سپینې ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې دوی به په اوکراین کې له روسیې سره جګړې ته داخل نه شي.
نوموړي زیاته کړې ده چې دوی هڅه کوي څو ناټو د اوکراین جګړې ته داخله نه شي ځکه د ده په خبره، که چېرته ناټو د اوکراین جګړې ته دننه شوه نو له شک پرته به درېیمه نړیواله جګړه ونښلي.
بایډن دغه راز روسیې ته خبرداری ورکړی دی چې په اوکراین کې به د اټومي وسلو کارول ورته په درنه بیه تمام شي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې پوتین به هیڅکله په دې جګړه کې بریالی نه شي.
اړوند موضوعات:
بایډن وايي امریکا به په اوکراین کې مستقیم ځان ښکېل نه کړي
نوموړي څرګنده کړې ده چې پوتین هیله لرله اوکراین له جګړې پرته ولکه کړي، د اروپا ارادې سستې کړي، ناټو تضعیف کړي او امریکا تجزیه کړي خو بریالی نه شو نو د اوکراین جګړه کې یې هم بریا ناممکنه ده.






