عمران خان: باجوه راته ویل چې فضل الرحمان ته ډېزل مه وایه

0
178

عمران خان: باجوه راته ویل چې فضل الرحمان ته ډېزل مه وایه

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، کله چې دی غونډې ته روانېده نو جنرال باجوه ورته ویلي چې مولانا فضل الرحمان ته دې ډېزل نه وایي. عمران خان د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دی به ډېزل نه ورته وایي خو خلک به څنګه راګرځوي.

 

(2022 / 3 / 12   نېټه  باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان وروستۍ وینا چې یو شمېر سیاسي مشرانو ته یې پکې سپکه ژبه کارولې ده په پاکستان کې توند غبرګونونه را پارولي دي.

عمران خان د پښتونخوا په کوز دیر کې یوې غونډې ته په وینا کې یو ځل بیا د مسلم لیګ نواز، پیپلز ګوند او جمعیت علما اسلام پر مشرانو نواز شریف، اصف زرداري او مولانا فضل الرحمان توندي نیوکې کړې دي او هغوی یې غله او لاسپوڅي بللي دي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، کله چې دی غونډې ته روانېده نو جنرال باجوه ورته ویلي چې مولانا فضل الرحمان ته دې ډېزل نه وایي. عمران خان د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې دی به ډېزل نه ورته وایي خو خلک به څنګه راګرځوي.

نوموړي دغه راز د یادو درې واړو ګوندونو مشرانو ته په خطاب کې ویلي چې د ماشومانه سیاستونو پر ځای غوره ده چې پر کور کېني او خپلې کورنۍ چارې تنظیم کړي.

د نوموړي دې څرګندونو ته په غبرګون کې مولانا فضل الرحمان ویلي چې دا ډول څرګندونې کوڅه‌ډب او لوفران کوي.

بلخوا یو شمېر پاکستاني سیاستوالو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو بیا ویلي چې عمران خان وارخطا دی او دا څرګندونې یې پر ځان د کم باور څرګندونه کوي.

Leave a reply