د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت ته وده ورکولو لپاره سوداګر څه غوښتنې لري

0
348

نصیب شاه شینواري
د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت په یو وخت کې ډیره زیاته وده کړې وه، د پاکستان افغانستان لپاره صادراتي توکي په ډیره لوړه کچه افغانستان ته صادریدل خو بیا د ترهګري او داسې نورو ستونزو په وجه دا دوه اړخیز تجارت او د پاکستان صادراتي توکي افغانستان ته صادریدل ډیر ټیټ شو او دا دوه اړخیز تجارت ډیر بد متاثر شو.

د ټریډنګ اکنامکس په ویب پانړه د ملګري ملتونو د سوداګرۍ څانګې یو رپورټ نشر شوي دې، ددې رپورټ مطابق په کال ۲۰۱۳ کې افغانستان ته د پاکستان صادراتی توکي تر دوه ملیارده(ارب) ډالر پورې صادر شول او هم دا ویب پانړه په رپورټ او شمیرو کې وایی چې په کال ۲۰۲۰ کې ۸۷۰.۸۶ ملین ډالر پاکستاني توکي افغانستان ته صادر شول چې دا ښایی چې د کال ۲۰۱۳ ته تر کال ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ پورې د پاکستان ایکسپورټ تجارت بلکه د پاکستان او د افغانستان ترمینځ دوه اړخیز تجارت ډیر بد متاثره شوې دې او په دې کې ډیر لوې کمې راغلې دې.
زاهد شینواري، چې د پاکستان یو مشهور سوداګر دې، د سرحد چیمبر آف کامرس (خیبرپښتونخوا) غړې او نمایند وایی چې نن سبا په افغانستان کې بانکي نظام متاثره شوي دې ، هغه وایی چې د افغانستان په تجارت کې نن سبا د پیسو راکړه ورکړه یوه لویه ستونزه رامنځ ته شوي ده، شینواري اوویل چې د افغانستان زیات سوداګر په نورو ملکونو لکه دوبۍ یا ترکي هیوادونو کې میشت دې او چې څوک هم دوی نه څه سودا اخلي یا ی ورکوي نو دوی ته د بینک په ذریعه پیسې لیږل شي.
هغه وایی چې دا پیسې د اي آیی ایف(الیکټرانک ایمپورټ فارم) په ذریعه صفا کیږي او دا کار د امریکا په لاس کې دې، چې کله امریکا منظوري ورکړي نو دا پیسې بیا منتقل شي او نن سبا په افغانستان کې ډیر بینکونه تړلي دي نو د ډیرو سوداګرو روپې بندې پاتې دي او ستونزو سره مخ دي.
شینواري اوویل چې که نن سبا د پاکستان نه کوم سوداګر کوم تجارتي توکي افغانستان ته صادرول غواړي نو په دې کې هم ستونزه رامخې ته شوې او د پاکستان سټیټ بینک په کیش ان کاونټر باندې هم بندیز لګولې دې چې له وجهې ی د پاکستان نه افغانستان ته ایکسپورټ هم بند شوي دې، هغه غوښتنه وکړه چې دا بندیز هم باید لري شی چې د پاکستان افغانستان سره د ایکسپورټ تجارت وده وکړي.
هغه اوویل او غوښتنه ی وکړه چې د افغانستان حکومت له په کار دي چې د پیسو د راکړه او ورکړه دا ستونزه امریکا سره هواره کړي،امریکا د خلقو بندې پیسې آزادې کړي، هغه زیاته کړه چې افغانستان حکومت له په کار دي چې امریکا ته په ډاګه کړي چې دا د سوداګرو چې کومې پیسې بندې پاتې دي دا د تجارتي شرکتونو دي کوم چې غواړي افغانستان نه څه واخلي یا ی افغانستان ته صادر کړی.
هغه اوویل چې په پوله باندې هم بعضې داسې خنډونه دي چې د پاکستان او افغانستان تجارت ی بد متاثره کړي دي، هغه اوویل او په ګوته ی کړه چې په پوله سوداګرو ته اسانتیاوي پیدا شي او بغیر د ضرورت د تجارتي توکو ډک د ګاړو چیکنګ هم بند شي.
د افغانستان د موجوده اقتصادي بحران نه د بچ کولو لپاره او د پاکستان افغانستان سره د ایکسپورټ تجارت ته وده ورکول په لړ کې څو ورځې وړاندې د پاکستان حکومت یو ډیر ښه ګام او اعلان وکړه .


د پاکستان اقتصادي رابطه کمیټۍ د جنورۍ په ۲۱ نیټه یوه مهمه غونډه د خزانې وزیر شوکت ترین په مشرۍ کې ترسره شوه چې د افغانستان په اړه ی یو لوی اعلان وکړو.
دې کمیټې منظوري ورکړه چې په پاکستانۍ کرنسۍ کې به افغانستان ته ۱۶ پاکستاني توکي د صادرولو اجازت وي، دې شپاړس توکو کې وریژې، مایان، غوښه،تازه او وچې میوې ، بیکري، سبزۍ،سیمټ، مالګه ماچس ،تعمیراتي مواد،رخت او د شودو جوړ خوراکي توکي شامل دي کوم چې به د پاکستان روپو په راکړه ورکړه افغانستان ته صادر شي.
هم دې کمیټۍ د افغانستان څخه د چلغوزو په واردلو باندې ۴۵ سلنه د ریګولیټري ډیوټۍ په نوم مالیه هم د ختمیدو اعلان وکړو.
پاکستان سوداګرو د پاکستان اقتصادي رابطه کمیټې دې ګام ته ډیر په ښه نظر ګوري او وایی چې دې سره د پاکستان ایکسپورټ تجارت ډیره وده وکړي او په مقامي کرنسې کې به د پاکستان ایکسپورټ تجارت ډیره وده ومومي.
په تورخم کې یو سوداګر او د کسټم کلیرینس ایجنټس اتحادیی مشر حاجی ظاهرالله شنیواري رسنیو سره په خبرو کې اوویل او د پاکستان ددې فیصلې او اعلان ی ستاینه وکړه چې دا شپاړس توکي به د پاکستاني کرنسې په ذریعه افغانستان ته صادر کړې شي.
هغه اوویل چې نن سبا دې ۱۶ توکو افغانستان ته صادرولو کې ستونزې رامخې ته شوې او چارواکي وایی چې ډیر زربه دا ستونزه هواره شی او په پاکستاني روپو کې به ددې ۱۶ توکو افغانستان ته صادریدل پیل شي.
هغه اوویل چې نن سبا په افغانستان بانکي نظام متاثره شوي ،نړۍ تجارتي هلې ځلې افغانستان سره بندې شوي دي ،آن لاین بینکنګ بد متاثر شوي او په داسې وخت کې د پاکستان دا اعلان چې په مقامي کرنسې کې به توکي افغانستان ته صادر کړي،یوه ډیره ګټوره فیصله ده.
هغه اوویل د پاکستان افغانستان سره د ایکسپورټ تجارت ۹۰ سلنه راټیټ شوي دې او وس ددې په ځای ایران په افغانستان کې خپل ایکسپورټ تجارت ته وده ورکوي، هغه زیاته کړه چې ایران افغانستان سره ۷۰سلنه ایکسپورټ تجارت ته وده ورکړي او افغانستان کې ی د خپل صادراتي توکو لپاره مارکیټ پیدا کړې.
هغه اوویل چې تاجکستان او ازبکستان هم افغانستان کې د خپلو صادراتي توکو لپاره هلې ځلې پیل کړي دي او خپل ایکسپورټ تجارت ته ی وده ورکړې ده. نوموړي اوویل چې ایران په خپله پوله افغانستان ته په خپل توکو صادرولو مالیه معاف کړې دې او هم ددې مالیه معاف کیدو په وجه نن سبا ایراني توکي افغانستان ته په زیات شمیر کې صادرول پیل شوي دي.
نوموړي دا هم اوویل چې د افغانستان شتمنې چې ۹ ملیارده ډالر دي د امریکا له لوري کنګل شوي دي چې دا هم د افغانستان د اقتصادي بحران او کمزورې یوه وجه ده او که دا کنګل شوې پیسې آزادې شي نو دې سره به هم افغانستان نورو هیوادونو سره تجارتي هلو ځلو ته وده ورکړي او د افغانستان اقتصاد به وده ومومي.
په تورخم پوله د پاکستان کسټم هاوس یو اهلکار اوویل چې په ویباک سسټم
WEBOC
کې کې به ډیر زر دا خوراکي او غیرخوراکي توکې شامل کړې شي او بیا به دا صادراتي توکي شامل شی او د پاکستانۍ روپو په راکړه ورکړه به دا صادرات پیل شي.
محمد طیب ایډیشنل کلیکټر اوویل چې په دې خوراکي او غیرخوراکي توکو کې ۱۸ صادراتي توکي شامل دي د کوم لسټ چې زمونږ د تورخم دفتر ته وصول شوې دې.
د تورخم پاکستان کسټم دفتر څخه چې کوم د خوراکي او غیر خوراکي توکو لسټ رسنیو سره شریک کړې شوې ،په دې لسټ کې وریژې، مایان او د مایانو څخه جوړ شیان، شوده، غوښه، بیکري، میوې ،ترکاري، مالګه، سیمنټ، داروګان، د جراحۍ سامان، ماچس، رخت او تعمیراتي مواد شامل دي.
د پاکستان افغانستان سره د دوه اړخیز تجارت بد متاثر کیدو په اړه د لنډیکوتل سیمې یو خبریال اکمل خان قادري په دې اړه اوویل چې افغانستان د پاکستان یو ګاونډي هیواد دې، پاکستاني صادراتي توکو لپاره افغانستان یو ښه مرکزدې ، هغه زیاته کړه چې پاکستان افغانستان ته کولې شي په اسانه توګه خپل توکي صادر کړي ځکه افغانستان سره پاکستان افغانستان سره په پوله داسې لارې لري چې کولې شي خپل توکي افغانستان ته د سوداګرۍ په توګه ولیږي او خپل معیشت ته وده ورکړی خو له بده مرغه زمونږ د هیواد د ایکسپورټ په اړه پالیسۍ ډیرې سختې اعلان کړي ،ټیکس ی زیات کړو چې له وجهې سوداګر مایوسه شو او افغانستان ته زمونږ صادرات کم شول.
قادري زیاته کړه چې زمونږ د سختو تجارتي پالیسو او زیاته مالیه لګولو څخه ګټه ایران واخسته، د ایران هیواد افغانستان په اړه د صادراتي توکو پالیسې نرمه کړه،ټیکس ی هم کم کړو او هم دغه شان وس افغانستان ته د ایران زیات شمیر صادراتي توکي رالیږلې شي ځکه د ایران صادراتي توکي چې معیار ی هم ښه او قیمت ی هم مناسب وی افغانستان کې په زیات شمیر کې خرڅیدل شی او د ایران او افغانستان ترمینځ دوه اړخیز تجارت ته نن سبا ډیره وده ورکړل شوې دې.
د لنډیکوتل خبریال یوه بله مهمه خبره هم وکړه، وې ویل چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ تجارت د پخواني افغانستان اولس مشر ډاکټر اشرف غني او د پاکستان ترمینځ اړیکې هم ښې نه وې ،هغه زیاته کړه چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیز تجارت د سیاست ښکار شو چې له وجهې دوه اړخیز تجارت ډیر بد متاثر شو.

د پاك افغان د سوداګرۍ او صنايعو د ګډې خونې مرستيال مشر ضياء الحق سرحدي وایی چې نن سبا په افغانستان کې بانکي سسټم بد متاثر دي او ترڅو پورې چې افغانستان د نړۍ هیوادونو نه وي تسلیم کړي نو پاکستان دې دې هیواد سره د پاکستاني روپو په راکړه ورکړه کې دوه اړخیز تجارت وکړي، هغه اوویل او غوښتنه ی وکړه چې د پاکستان سټیټ بینک باید د ۱۳ دسمبر څخه وړاندې په پالیسي عمل وکړي او اجازت ورکړي چې په پاکستاني روپو کې د تجارت کولو اجازت ورکړي، د پاک افغان د سوداګرۍ ګډي خونې مشراوویل چې پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ډیر کم شوې دې، نوموړي زیاته کړه چې دا تجارت څه ۳۵ سلنه کم شوي دې او د پاکستان سټیټ بینک او لوړ پوړه چارواکو څخه ی غوښتنه وکړه چې باید دوی د افغانستان سره په تجارتي پالیسې بیا کتنه وکړي او د ۱۳ دسمبر وړاندې پالیسې لاندې افغانستان سره تجارت ته اجازت ورکړي.

که په دې لنډ تیر وخت د پاکستان او افغانستان تجارت ته وکتل شی نو دا تجارت ډیره ښه وو، په ۱۶ دسمبر کال ۲۰۱۴ د پیښور آرمي پبلک سکول ناوړه پیښه مخې ته راغله، وسله والو په دې ورځ د ۱۰۰ څخه زیات واړه ماشومان زده کوونکي او د دوی استاذان په ډیره بې رحمې سره شهیدان کړل.
هم دې ورځو کې په پاک افغان پوله تورخم سخت امنیتي ګامونه واخستل شول، د پاکستان او افغانستان بارډر اهلکارو ترمینځ داسې شخړې هم را اوچتې شوي چې دوی په یو بل ډزې هم پیل کړي او په دې ورځو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې بدې متاثره شوي چې له وجهې ی د دواړو ملکونو تجارت ته هم ډیر زیان رسیدلې وو .
په هغه وخت کې د پاکستان حکومت له لوري نیشنل ایکشن پلان اعلان شو، هم دې پلان لاندې په پاک افغان پوله د باړ لګولو پریکړه هم وشوه، د حکومتي چارواکو مطابق ددې باړه په لګولو سره به ددواړو خوا د ترهګرو تګ راتګ بند شي او دواړه هیوادونه به د ترهګرو څخه پاک شي. د حکومتي چارواکو مطابق ددې باړ لګولو سره به دواړو هیوادونو کې د ترهګرۍ مخه ونیول شي.
د حکومتي چارواکو مطابق په پاک افغان پوله د باړ لګولو چارو ۹۰سلنه بشپړه شوي دي ، د افغانستان په پوله مقرر اهلکارو له خوا پاکستان بارډر ځواکونو سره په دې باړ لګولو نښتې هم شوي دي. د اسلامي امارت له اړخه هم په دې لنډ وخت کې داسې بیانونه خپاره شوي دي چې پاکستان سره د باړه او د بارډر ستونزه په سفارتي خبرو اترو هوارول غواړي چې دا هم یوه ډیره ښه خبره ده ځکه د ستونزو د هوارولو لپاره دا یوه ډیره ښه خبره ده چې د افغانستان چارواکي وایی چې دوی پاکستان سره ستونزې او د بارډر اړوند شخړه سفارتي خبرو اترو له لاري هوارول غواړي.
پاکستان او افغانستان ترمنیځ تجارت ته وده ورکولو لپاره په ۸ اتم مارچ د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد له لوري یو بیان جاري شو چې وس د پاکستان او افغانستان ټرکونه کولې شي په آزاده توګه یو بل هیواد ته داخل شوي.
په بیان کې ویل شوي دي چې د عارضي داخلې لپاره اسناد په کابل کې د پاکستان سفارت او په کندهار کې د پاکستان قونصلیټ څخه ترلاسه کولې شي، هغه دغه افغان ټرکونو مالکان هم په پیښور او کویټه کې افغان قونصیلټ څخه په آزاده توګه د ټرکونو د تګ راتګ لپاره اسناد ترلاسه کولې شي.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د ګډې خونې مرستیال ضیا الحق سرحدي د پاکستان او افغانستان ترمینځ د بار وړونکو لاریو په آزاده توګه تګ راتګ لپاره د موقتي اجازې هرکلی کړی دی او دای یو ښه پرمختګ بللې دې.

د جمعې په ورځ په يو بيان كښې ضياء سرحدي ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان هیوادونو ترمینځ د ټرکونو د آزاد تګ راتګ اجازه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه تجارت ته د وده ورکول لپاره یو ډیر ښه ګام دې.
هغه اوویل کړه چې د ګاړو په آزاده توګه تګ راتګ پرېکړه به د دواړو هېوادونو د سوداګرو د ستونزو په هواري کې هم مرسته وکړي، زیاته ی کړه چې له پولې هغه خوا ته له يوه موټر څخه بل ته توکي اچول کیږي او دې سره به دا ستونزه هم هواره شي.
ضياء وويل، د حکم له مخې، افغان ټرانسپورټران کولای شي په کابل کې د پاکستان له سفارت او په کندهار کې د پاکستان له کونسلګرۍ څخه اجازه ترلاسه کړي.په داسې حال کې چې پاکستاني سوداګر کولای شي په پېښور او کوټه کې له افغان کونسلګریو څخه په ازاده توګه د تګ راتګ اجازت لپاره اسناد ترلاسه کړي.

ضیا سرحدی هیله څرګنده کړه چې دا یو تاریخي پرمختګ دی او دا به نه یوازې په پاکستان او افغانستان ،بله د منځني اسیا ملکونو سي اې آر، سنټرل ایشا ریجنز سره د سوداګرۍ ته وده ورکولو لپاره مهم رول ولوبوي.
نوموړي د دغه فرمان په صادرولو کې د سوداګرۍ وزارت د رول ستاينه وکړه او ويې ويل چې دا د دواړو هېوادونو د سوداګرو ټولنې یوه غوښتنه وه چې وې منله او وس د دواړو هیوادونو ټرکونو کولې شي په ازاده توګه یو بل هیواد ته تجارتي توکي منتقل کړي.
پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډی هیوادونه دي، دپاکستان صادراتو لپاره افغانستان یو ډیره ښه مرکز دي ،پاکستان کولې شي په ډیره آسانه طریقه خپل صادرات افغانستان لپاره زیات کړي او ملکی معیشت ته وده ورکړي، تجارت ته وده ورکول لپاره او خپل معیشت مضبوط کولو لپاره به د پاکستان اړوند ادارو لپاره دا د پام وړ کار کول وي چې افغانستان ته په خپلو صادراتي توکو مالیه کمه کړي، افغان سوداګرو ته اسانتیاوې ورکړي چې دوی پاکستان ته راشي ،دلته پاکستان توکي واخلي او افغانستان ته ی صادر کړي، په پوله هم پاکستاني چارواکو له په کار دي داسې نرمۍ پالیسۍ اعلان کړي چې د دواړو هیوادونو ترمینځ تجارت ښه شي.

Leave a reply