میدان وردګ ـ نثار احمد د اختطاف ګرو لۀ لاسه وژغورل شو

0
182
انځور د باختر اژانس لۀ ویبپاڼې

میدان وردګ ـ نثار احمد د اختطاف ګرو لۀ لاسه وژغورل شو

قاري انس وایي، اختطاف کوونکو نثار احمد له موټر خطا کړ او دوی په تېښته بریالي شول.

د امنیه قومندانۍ مسوولین خلکو ته ډاډ ورکوي او وایي، د یادو کسانو په لټه کې یوو، امنیتي مسوولین شپه او ورځ ستاسو د مال او ناموس په خوندي کولو لګیا دي.

(2022 / 3 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د میدان وردګو د امنیه قومندانۍ اړوند، لومړۍ امنیتي حوزې مسوولینو یو ۱۵ کلن تنکی ځوان د اختطاف کوونکو له منګولو خلاص کړ.

د لومړۍ امنیتي حوزې نظامي مسوول قاري انس باختر آژانس ته ویلي، اختطاف شوی شخص نثار احمد نومېږي او د محمد هاشم زوی دی؛ د میدان وردګو د مرکز اړوند کهنه ی خمار سیمې اصلي اوسېدونکی دی او اوسنی هستوګنځی یې د کابل دیوان بیګي سیمه ده؛ نوموړی ځوان له خپلې کورنۍ سره میدانښار (پلرني ټاټوبي) ته راغلی، خو پرون ماسپښین دوه بجې د مرکز اړوند ناصر آباد له سیمې د دوه نظامي یونیفورم لرونکو وسله والو کسانو له خوا په فولډر ډوله موټر کې تښتول شوی؛ ښاغلی انس زیاتوي موږ له خبرېدو سره سم لاس په کار شوو او نوموړی ځوان مو د ارغندۍ په سیمه کې له اختطافچیانو راخلاص کړ.

Leave a reply