جاپان؛ د افغانستان له روغتیا برخې سره ۳ میلیونه ډالره مرسته کوي

جاپان؛ د افغانستان له روغتیا برخې سره ۳ میلیونه ډالره مرسته کوي
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، په پام کې لري چې سږ کال له ۱۲،۹ میلیونه ماشومانو سره مرسته وکړي. یونیسف ویلي چې د افغان ماشومانو ژوند له بېړنیو مرستو پرته ناشونی دی.
(2022 / 3 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یونیسف د افغانستان د روغتیا له برخې سره د درې میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ. یونیسف په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې درې میلیونه ډالره مرسته کوي.
یونیسف ویلي، چې په افغانستان کې شاوخوا ۶۹ زره کسان په ځانګړې توګه بې ځایه شوي کسان به له دې پیسو ګټه اخلي.
د یونیسف د خبرپاڼې له مخې د دغو پیسو یوه برخه به د افغان ماشومانو په پالنه او ملاتړ ولګول شي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق وايي، په پام کې لري چې سږ کال له ۱۲،۹ میلیونه ماشومانو سره مرسته وکړي. یونیسف ویلي چې د افغان ماشومانو ژوند له بېړنیو مرستو پرته ناشونی دی.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان له روغتیايي برخې سره مرستې زیاتې کړي.





