د بهرنیو چارو وزارت لۀ امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمي خیریه بنسټونو ته ورنکړي 

0
197

د بهرنیو چارو وزارت لۀ امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمي خیریه بنسټونو ته ورنکړي 

ا.ا وایي چې امیر خان متقي تېره ورځ په ترکیه کې د انتالیا فورم ناستې وروسته د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ټام وست سره کتلي دي. ا.ا ویلي، چې د افغانستان ټولې کنګل شوي پیسې دې د افغانستان بانک په اختیار کې ورکړل شي.

(2022 / 3 / 12   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د افغانستان د کنګل شویو پیسو له جملې ۳.۵ میلیارده ډالر چې د امریکا محکمې يې په اړه پرېکړه کړې ده خیره موسسو ته دې نه ورکول کیږي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تیره میاشت د یو فرمان په لاسلیک سره ویلي‌ و چې د افغانستان بانک شاوخوا ۳.۵ ملیارده ډالر به له افغانانو سره د بشرې مرستو په هدف خیره موسسوته ورکړل شي.

او پاتې ۳.۵ ملیارده به یې په امریکا کې پاتې وي تر څو پورې چې د سپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو د دعوې پریکړه نه وې شوي.

خو د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې امیر خان متقي د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره لیدنه کې دواړو لورو توافق کړی چې دغه پسې به په هیڅ صورت خیره موسسو ته نه ورکول کیږي.

Leave a reply