د اوکراین جګړه؛ پر روسیه اقتصادي فشارونه مخ په ډېرېدو دي
د اوکراین جګړه؛ پر روسیه اقتصادي فشارونه مخ په ډېرېدو دي
بلخوا رسنۍ بیا وایي چې تر دې دمه پنځه زره روسي عسکر په اوکراین کې وژل شوي، خو پوتین له جګړې نه په شا کېږي. پوتین بیا په تازه څرګندونو کې ویلي چې له اوکراین سره خبرو کې پرمختګ رامنځ ته شوی دی، خو مذاکرات به دوام کوي.
(2022 / 3 / 12 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په اوکراین کې جګړې شدیدې شوې دي، خو روسیه هم له سختو اقتصادي فشارونو سره مخ شوې ده.
د راپورونو له مخې په تازه اقدام کې د امریکا ولسمشر له روسیې سره ټولې سوداګریزې اړیکې ځنډولې دي او د جي اووه هېوادونو پر غړو یې غږ کړی چې ژر تر ژره د روسیې پر وړاندې اقتصادي بندیزونه ډېر کړي.
بریتانیا هم د پراخو اقتصادي بندیزونو خبر ورکړی، د روسیې د پیسو ارزښت دوه برابره را ټيټ شوی دی، ستر پانګه وال په دې لټه کې دي چې خپلې شتمنۍ له روسیې عربي هېوادونو ته ولېږدوي.